دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ورانکارۍ ستاينه ښه کار دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د ورانکارۍ ستاينه ښه کار دی؟

خبر:

د ناټو بروکسل غونډه کې چې کله له ولسمشر اردوغان څخه، د ولسمشر بايډن د هغې کلمې په اړه پوښتنه وشوه، چې په ۲۰۱۵م کال کې یې د ارمنستان "نسل وژنې" په اړه کارولې وه، نو ويې ويل: "د خدای شکر دی، چې هغه يې هېڅکله ونه منله" سرچینه: (15.06.2021 Agencies)

تبصره:

له بده مرغه کله چې ملتونه د ګتې په اساس رامنځته شوي وي، مشران یې هېڅ ثابت دريځ نه لري، کاغذي هوډ لري، د يوه کوچني مقاومت پر وړاندې هم تاب نشي راوړلی او له منځه ځي. دا مه هیروئ چې دوی مشران ښکاري او خلک دوکه کوي، خو په حقيقت کې هېڅ دي. ښه مشر د جګړې، زړورتوب، هوښارۍ، قضاوت او سیاست له مخې معلومیږي، خو دوی نه په جنګ کې حوصله، بصیرت او مېيړانه ښیي، نه هم په سياست او سرپرستۍ کې.

د ناټو بروکسل له غونډې یوه ورځ مخکې اردوغان د "ارمنستان نسل وژنې" په اړه چغې وهلې، چې پوښتنه به يې کوي، خو کله چې په غونډه کې ترې پوښتنه کېږي؛ وايي چې "د خدای شکر دی، چې هغه يې هېڅکله ونه منله" له بايډن سره په دې موضوع نه غږېدل د اردوغان لپاره يوه سياسي رسوایي وه‌.

[...وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ] [المنَافِقون: 8]

ژباړه: ...عزت خو د الله، پېغمبر او مؤمنانو لپاره دى، خو دغه منافقان نه پوهیږي.

که څه هم ناټو د شوروي اتحاد پرضد په نويمه لسيزه کې جوړه شوې، خو د شوروي له ړنګېدو وروسته يې اساسي موخه اسلام او مسلمانان دي. ترکیه په دې اتحادیه کې یوازینی هېواد دی چې مسلمانان دي، خو د دې پرځای چې ځان ګوښه کړي او يو ځانګړی دریځ اختيار کړي، راځي د ناټو له قضاوتونو ستاينه او ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د ناټو اصلي موخه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه ده. سربېره پر دې د اسلام له بچيانو څخه د اسلام پروړاندې ګټه اخيستل، موږ او زموږ ګوډاګيو مشرانو ته ډېر د شرم ځای دی، خو دغه بې ضميره مشران هېڅ شرم نه احساسوي. متحده آيالات چې د کفر سرلاری دی د ارمنيانو د نسل وژنې خبره مطرح کوي او زموږ ذليل مشران يې ستاينه کوي او په رډو، رډو ورته ګوري.

[يَٓا اَيُّهَا الَّذ۪ينَ اٰمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ] [الصَّف : 2] 

ژباړه: اې مؤمنانو! تاسو ولې هغه څه واياست چي كوئ یې نه!؟

راځئ اردوغان ته ووايو چې د دوی ستاينه او غوړه مالي نشي کولای موږ له دوی څخه خلاص کړي؛ راځه د خپل ځان او نورو مسلمانانو پروړاندې د دې خبيثانو سپکاویو، بریدونو او تیريو ته د ټوپک په څوکه ځواب ووايه او پروړاندې يې پوځي غبرګون وښایه!

دا هغه څه دي چې طارق بن زیاد (رح) د هسپانیې له فتحې او د تولیډو د تخت له ړنګیدو وروسته وکړل، دا هغه څه دي چې صلاح الدین ایوبي (رح) د صلیبیانو څخه د بیت المقدس پاکولو وروسته وکړل، دا هغه څه دي چې سلطان عبدالحمید ثاني (رح) په استانبول کې د محمد فاتح (رح) له فتحې وروسته د کفري پلانونو تباهۍ لپاره وکړل او دا هغه څه دي چې زموږ رب یې غواړي او د مسلمانانو زړونه پرې آرام او سترګې پرې يخېږي.

تاسو اوس هم له متحده ایالاتو، اروپا او نورو کفارو سره د ملګرتيا هڅه کوئ!؟ په داسې حال کې چې دوی د امت زرين تاريخ نشي زغملی او په ټول توان سره يې دښمني کوي!؟ اوس هم غواړي خپل دې شرمناک حالت ته دوام ورکړې؟!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

احمد صفا

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې